ایکنا نیوز راپور راکړ، یوه اروپائي ټوریسټ ، په ټولنیزو چینلونو کې د افریقائي ماشومانو د ډله ایز قرآن لوستنې د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي دي، کله د مرکزی افریقا په سفر کې نیمه شپه د یوې صحرائي سیمې د تیریدا په حال کې وم ، نو یو ډیر په زړه پورې زمزمه مو غوږونو ته راورسیده ،او زما توجه ئې جلب کړه ، نزدې ورغلم څو ووینم ، دا غږ له کوم ځایه راځي ، نو ګورم چې یوشمیر ماشومان په یوې دایرې او سرکل کې ناست دي او په ډله ایز ډول په ښکلي غږ سره تلاؤت کوي.
د مرکزی افریقا دپلازمینې بانګي ښار په شاوخوا کې افریقائي ماشومان،د قرآن کریم د حفظ او یادولو لپاره ،په دودیزو مکتب خانو کې پر لرګینو تختو باندې لیکنې او زده کړې کوي. په دغې مدرسې کې په لسګونو هلکان او انجونې چې دزده کړې لپاره له ترټولو لومړنیو امکاناتو هم برخمن نه دي ، له کاپی او کتاب پرته قرآن کریم حفظ کوي.په دغه کلاس کې د قرآن آیتونه پر تختې یا لرګینو لَوحو لیکل کیږي او له دې وروسته چې زده کونکي دغه آیتونه حفظ کړي، بیا ئې پاکوي او نور آیتونه لیکل کیږي.
له تیرو وختونو راهسې پر کاڼو او لرګیو باندې کتابت ، د قرآن کریم د حفظ یوه ترټولو اغیزشیندونکي روده حسابیږي او د افریقا په زیاتره سیمو کې د قرآن د حفظ لپاره یوه ډیره کارؤنکي روده حسابیږي .همدااوس هم په افریقائي هیوادونو کې زیاتره قرآني مینه والو ورڅخه ډيره استفاده کوي. او له پځه کلنو تر اتلس کلنئ پورې بچي په دغې رودې سره ،ټول قرآن کریم حفظ کوي.
ایکنانیوز ستاسو خدمت ته هماغه ویډیوئي کلیپ هم وړاندې کوي.